۰
دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې ۸۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۶
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۸۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ۲۴ ساعتونو کې ۸۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۸۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي ګډو ځواکونو په ننګرهار، کاپيسا، پکتیا، زابل، اروزګان، هرات، بادغیس، بلخ او هلمند ولایت کې ۹۳ کمانډويي، ۷ بریدګر او چاڼیز او دغه راز څلور هوايي عملیاتونه تر سره کړي دي.

دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ټبيان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي