راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ کال د یو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی په دغه کال کې د یو ورځنیو لوبو مخکښ ویکټ اخیستونکی و چې د ۱۴،۴۵ په منځني ډول ۴۸ ویکټې اخیستي.
راشد خان دغه راز د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د افغانستان د لارموندنې پر مهال هم غوره رول لوبولی و او ډېرې مهمې ویکټې یې اخیستې وې.
د کرکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې لوبډله کې څلور- څلور لوبغاړي له انګلستان او هندوستان هیوادنو دي. پاتې درې کسان له افغانستان، بنګله دېش او نیوزلنډ ټاکل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل