د سولې عالي شورا چارواکي وايي، د طالبانو د قطر دفتر د مشر په توګه د ملا عبدالغني برادر ټاکل کېدل شي، چې وسله وال طالبان پر بین الاافغاني مذاکراتو باوري شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تېرې پنشنبې په ورځ ملا عبدالغني براد په قطر کې د خپل سیاسي دفتر د نوي مشر په توګه وټاکه.
طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي دي، چې ملا برادر یې د سولې د مذاکراتو د غښتلي کولو او په ښه توګه د سرته رسولو په موخه د سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي او سیاسي څېرې هم د ملا برادر ټاکل کېدو ته خوښي ښيي او دا یې د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره یو نېک او پر ځای ګام بللی دی.
د سولې د عالي شورا مرستیال ویاند اسدالله زائري
جمهور خبري آژانس ته و ویل، د طالبانو دغه اقدام ښيي، چې دغه ډله پر بین الاافغاني خبرو باوري شوې ده.
د هغه په وینا ملا عبدالغني برادر له سیاسي، نظامي او عاطفي پلوه د طالبانو په منځ کې ځانګړی ځای او هم بین الاافغاني مذاکراتو ته ډېر لېواله دی.
نوموړي و ویل«د طالبانو دا ګماره د بین الاافغاني خبرو لپاره د هغوی د چمتو کېدو یو ښکاره پیغام دی، دوی دغه خبرو ته جدي او غواړي فرصت له لاسه ورنکړي، موږ دا یو مثبت اقدام او د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره یوه ښه پرمختګ بولو.»
د ساسي چارو یو بل کارپوه ډاکتر داوود داوش هم پر همدې باور دی او وايي ملا عبدالغني برادر د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم د بین الاافغاني خبرو اترو پلوي وو.
نوموړي و ویل دا چې ملا برادر اوس د قطر دفتر مشر ټاکل شوی کېدای شي د سولې پروسه کې د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره هم ګټور تمام شي.
دا چې تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پر کېدو لا هم ناندرۍ روانې دي او موضوع څه پېچلې ښکاري ښاغلي داوش و ویل«د زلمي خلیلزاد منځګړیتوب او د ملا برادر ټاکل کېدل ښايي دغه بن بنست نور ختم کړي، ځکه ملا برادر د نورو طالب مشرانو نرم سیاست لري.»
ملا عبدالغني برادر څوک دی؟
ویل کېږي ملا عبدالغني برادر په ۱۹۶۸ م کال د اروزګان ولایت په دهراوت ولسوالي کې زېږېدلی، په خټه پوپلزی او اوس ۵۰ کلن دی.
ملا عبدالغني برادر یو له څلورو مخکښو طالبانو څخه دی چې په ۱۹۹۴ م کال یې د ملا محمد عمر اخوند په مشرۍ د طالبانو د تحریک بنسټ کېښود.
ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ په مهال د دفاع مرستیال وزیر، د قول اردو قوماندان او یوه موده هم د نیمروز والي و.
د ۲۰۰۱ م کال په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر رژیم د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د حملو له پیلېدو او په نتیحه کې یې د طالبانو د امارت له پرزېدو وروسته ملاعبدالغني برادر د ګڼو نورو طالب مشرانو په شان پاکستان ته لاړ او د کوټې شورا یې جوړه کړه.
ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ م کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې ظاهراً په دې خاطر ونیول شو چې غوښتل یې د پاکستان له اجازې پرته د افغانستان له حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي. خو پاکستان د دې لپاره چې امریکا ته وښيي چې د طالبانو ملاتړ نه کوي د ملابرادر د نیولو په عملیاتو کې د سي آی اې فعالانو ته ګډون بلنه ورکړه.
نوموړی نېږدې درې میاشتې وړاندې له هغې وروسته چې د زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې هڅې او سفرونه پیل کړی پاکستان ملا برادر له زندانه خوشی کړ.
هغه مهال راپورونو ویل، چې پاکستان دغه کار د زلمي خلیلزاد په غوښتنه کړی، خو تر څه مودې پورې د ملا برادر ځای ځایګی نه و معلوم.
وروسته له هغې داسې راپورنه هم خپاره شول، چې ګنې ملا برادر قطر ته لېږدول شوی دی.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض