۰
واشګټن پوست:

له افغانستان د امریکا وتل به دغه هېواد ته ګواښونه متوجه کړي

پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۷
واشنګټن پوست امریکايي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې امریکا باید له خپلو متحدینو نه وانه ړوي او په بیړه باید له افغانستان څخه ونه وځي.
له افغانستان د امریکا وتل به دغه هېواد ته ګواښونه متوجه کړي
واشنګټن پوست امریکايي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې امریکا باید له خپلو متحدینو نه وانه ړوي او په بیړه باید له افغانستان څخه ونه وځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپانې ټینګار کړی، چې په دې حساسو شرایطو کې له افغانستان د امریکا وتل به دغه هېواد ته ګواښونه متوجه کړي.

په مطلب کې راغلي امریکا ته په دې برخه کې بېړه نه ده په کار ځکه که دوی له افغانستان وځي نو ښايي دلته د خلکو زرګونه قربانۍ په نشت شمار شي او وسله والې ډلې د بې نظمۍ یا واک ته د رسېدو هڅه وکړي.

ورځپاڼې په دې اړه د امریکا د پوځ د پخوانیو کارکوونکو او همکارانو او هغوی ورته ویلي، چې افغانانو او امریکایانو په تېرو ۱۷ کلونو کې جګړه کې قربانۍ ورکړې د وسله والو پر ضد یې مبارزه کړې نو دا هر څه دې بې ارزښته نه ګڼل کېږي.

دوی ټینګار کړی، چې امریکا ته نه ده په کار چې په افغانستان او عراق کې خپلو متحدانو ته شاه کړي او له ارزونې پرته عجولانه پرېکړه وکړي.

کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر هم وړمه ورځ په یوه مرکه کې ویلي و، چې امریکا د طالبانو د هرې خبرې منل پیل کړي په داسې حال کې، چې په افغانستان کې ۱۷ کاله له دغه ډلې سره جګړه شوې، ۱۷ کاله امریکايي او افغان ځواکونو قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي ویلي امریکا ته پکار ده، چې خپل دریځ ثابت وساتي او د افغان حکومت استقلالیت ته درناوی وکړي او امریکا باید پر طالبانو دا ومني، چې مذاکرات د افغان حکومت په حضور کې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي