افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ګرجستان له ولسمشرې سالومه زور ابیشویلي سره چې کابل ته د یوه پلاوی په مشرۍ راغلې وکتل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ابیشویلي پرون جمعه (د سلواغې ۱۰) د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلې او ولسمشر غني په ارګ ماڼې کې ورسره کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼې نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزه اړیکو، سولې، ټاکنو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه ییز اتصال او دغه راز د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ګرجستاني سرتېرو پر رول خبرې وکړې.
ښاغلي غني د لاجوردو لار په پرانستو او له دې لارې د سوداګریزه توکو په لېږد او دغه راز د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ګرجستان همکاریو مننه وکړه.
په ورته وخت کې د ګرجستان ولسمشرۍ ښاغلي غني ته له افغانستان سره په هر اړخیزه همکاریو کې ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو تر منځ یې پر افتصادي او سوداګریزې پراختیا ټینګار وکړ.
مېرمن ابیشویلي ولسمشر غني ته د ګرجستان د رسمي سفر بلنه هم ورکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو د پراخیتا په پار ټینګار وکړ، چې یو پلاوی باید سفرونه ولري.
ښاغلي غني هم د ګرجستان د ولسمشرې بلنه منلې او ویلي یې دی، چې په یوه مناسب وخت کې به دغه هېواد ته سفر وکړي.
افغان ولسمشر غني د داړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزه پلاو تګ راتګ ګټور وباله و ویې ویل، چې دا مهال هم افغانستان د اصلاحاتو په برخه کې د ګرجستان له تجربو ګټه اخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل