۰
سیاسي شنونکي:

سعودي د ترهګرو ملاتړی او پاکستان یې مرکز دی

سی شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۲
پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد او هلته تر ۲۰ میلیار ډالرو زیاتې پانګونکې ته په اشارې سره د نړیوالو اړیکو شنوونکي وايي، د ترهګرۍ د ملاتړ په برخه کې د اسلام آباد او ریاض دریځ یو دی.
سعودي د ترهګرو ملاتړی او پاکستان یې مرکز دی
پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد او هلته تر ۲۰ میلیار ډالرو زیاتې پانګونکې ته په اشارې سره د نړیوالو اړیکو شنوونکي وايي، د ترهګرۍ د ملاتړ په برخه کې د اسلام آباد او ریاض دریځ یو دی.

سیاسي شنونکي وايي، په داسې حال کې، چې پاکستان ترهګرو ته د خوندي ځای ورکولو او ملاتړ له امله تر نړیوال فشار لاندې دی، له دغه هېواد سره د سعودي عربستان مرسته او پانګونه د ترهګرۍ له ملاتړه پرته بله مانا نه لري.

د سیاسي چارواکو کارپور سید احمد شکېب منتظري همدا خبره کوي او جمهور خبري آژانس ته وايي، پاکستان په نړۍ کې د ترهګرو د ملاتړي په توګه پېژندل شوی او د امریکا او نړیوالو تر فشار لاندې دی، نو په داسې حال کې پاکستان سره د سعودي دا مرسته به دغه هېواد تر یوه حده له اقتصادي ستونزو خلاص او د ترهګرۍ ملاتړ ته به په خلاص مټ دوام ورکړي.

د هغه په وینا سعودي عربستان په دغه کار سره غواړي، په یمن، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې خپل بشري جنایتونه پټ وساتي.

نوموړی و ویل« په دې کې هېڅ شک نشته، چې په نړۍ کې د ترهګرۍ اصلي ملاتړي سعودي، امارات ی او پټنځایونه یې په پاکستان کې دي.»

سیاسي شنوونکي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې نه یوازې له دغه هېواد سره د ۲۰ میلیارد ډالرو پانګونې تړونه وکړل، بلکې د پاکستان د پوځ او څارګرې ادارې له مشر سره یې په افغان سوله خبرې وکړې او له هغوی یې غوشتي، چې په افغان سوله کې رېښتینې مرسته وکړي.

خو منظري وايي، د افغان سولې په اړه د سلمان او پاکستاني چارواکو خبرې یوه سیاسي لوبه ده او په اصل کې د دواړو دریځ د ترهګرۍ پر ملاتړ راڅرخي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارواکو یو بل شنونکي عبدالوارث سیغاني جمهور خبري آژانس ته و ویل، له پاکستان سره د سعودي مرسته په اصل کې امریکا ته یو خبرداری و، چې که تاسو پاکستان منزوي کړی سعودي یې تر څنګ ولاړ دی.

دی وايي، له پاکستان سره د سعودي دا مرستې به د افغان سولې په برخه کې هېڅ ډول اغېز ونه لري، بلکې په سیمه کې به له ترهګرو د پاکستان ملاتړ لا قوي کړي.

باید و ویل شي، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د تېرې یکشنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ چې خورا تود هرکلی یې وشو او نوموړي هلته له پاکستاني چارواکو سره په دغه هېواد کې د څه باندې ۲۰ میلیارد ډالرو پانګونې تړونونه لاسلیک کړل.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي