۰

دفاع وزارت: په یوه اوونۍ کې ۳۵۰ طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت: په یوه اوونۍ کې ۳۵۰ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د کب ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره یوه اوونۍ د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې پر وسله والو مخالفینو سخت ګوزارونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه عملیات، په هلمند، سرپل، تخار، غزني، ننګرهار، پکتیا، بلخ، کندهار او اروزګان ولایتونو کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د تېرې یوې اوونۍ په ټولو عملیاتو کې د ۱۲ قوماندانانو په ګډون ۳۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، وژل شوي طالب قوماندانان ملا شفیق الله، ملا زنجیر، ملا نور احمد مشهور په خالد، عبدالله، زاهدالله، یوسف، بدرالدین، ملا فیض الله، مولوي نعمت الله، مولوي مهدي، ملا نور الحق د سنچارک ولسوال، ملا تیمور شاه د بلخاب ولسوال دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي د دې تر څنګ په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ پټنځایونه، وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي