۰

مېلر او خالد: هیله ده د تاوتریخوالي کمښت د اوربند لامل شي

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۵
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، هیله ده د تاوتریخوالي کمښت د اوربند لامل شي.
مېلر او خالد: هیله ده د تاوتریخوالي کمښت د اوربند لامل شي
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، هیله ده د تاوتریخوالي کمښت د اوربند لامل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد او مېلر دغه څرګندونې کابل کې د افغان ځواکونو د تروریزم ضد مبارزې څانګې نه د لیدلو پر مهال کړې دي.

دوی د تاوتریخوالي کموالي مرحلی هرکلی کړی دی او هیله یې ښودلې، چې د تاوتریخوالي دا کمښت په اوربند بدل شي.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر ویلي، دوی هڅه کوي چې تاوتریخوالی نور هم کم کړي او په وینا یې د تاوتریخوالي کمښت مرحلې سولې ته د افغانانو هیله مندي زیاته کړې ده او دا مثبت پرمختګ دی.

د هغه په وینا دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي.

نوموړي ویلي«افغانان باید پر خپلو ځواکونو وویاړي ځکه دا د هغوی هڅې دي چې نن د تاوتریخوالي کمښت شاهدان یو او تمه ده چې دا مرحله د یو تلپاتې اوربند سبب وګرځي.»

په ورته وخت کې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم هیله ښودلې چې د تاوتریخوالي کمښت پروسه به په هېواد کې د اوربند او تلپاتې سولې لامل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي