۰

دفاع وزارت د ۳۷ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی

سی شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
ملي دفاع وزرات وايي، لغمان او کندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت د ۳۷ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی
ملي دفاع وزرات وايي، لغمان او کندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات تېره شپه د لغمان په الینګار او علي شنګ او د کندوز ښار په څنډو کې تر سره شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي په الینګار ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې علي شنګ ولسوالۍ کې بیا د هوایي برید او کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې هم شپږ طالبان وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه وړه زېرمه یې له منځه وړل شوې ده.

همدارنګه دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندور ولایت د کندوز ښار په څنډو کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۲ طالبان وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي د کندوز ښار په څنډو کې عملیات لا هم روان دي او تر اوسه پورې ګڼې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي