۰

کندوز کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۹
ملي دفاع وزارت په کندوز ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
کندوز کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت په کندوز ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نن سه شنبې د لړم ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی دی.

په خبرپانه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې د کمال په نوم د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت وایي، په دې عملیاتو کې د طالبانو یو موټر هم سوځول شوی او دوه پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت د افغان ځواکونو او ملکي وګړو د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي