۰

قندوز: د طالبانو زندان مات او ۱۷ امنیتي سرتېري ترې راخوشي شول

دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ځانګړو افغان ځواکونو قندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او مات کړی یې دي.
قندوز: د طالبانو زندان مات او ۱۷ امنیتي سرتېري ترې راخوشي شول
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ځانګړو افغان ځواکونو قندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او مات کړی یې دي.

د قندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د ملي امنیت صفر ۹ قطعې د قندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات کړي.

مرادي وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دغه عملیات تېره شپه (د سلواغې ۲۰ مه) د خان آباد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې تر سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یو زندان مات شوی او ۱۷ تنه افغان سرتېري چې له طالبانو سره بندیان و ترې راخوشي شوي دي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم افغان ځواکونو په بادغیس ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات او ګڼ شمېر افغان سرتېري یې ترې راخوشي کړل.

دغه عملیات د سلواغې میاشتې په ۹ مه نېټه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په بوکن سیمه کې د افغان کمانډو ځواکونو له خوا تر سره شوي وو.

هغه مهال دفاع وزارت ویل، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو له زندان څخه ۶۲ افغان سرتېري، چې ۵۵ یې د ملي اردو، څلور کمانډو، دوه سرحدي پولیس او یو ملي پولیس په کې شامل و راخوشي شول.

جمورخبري آژانس:قندوز
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي