په شمال کې د پوځ چارواکي په جوزجان ولایت کې د افغان کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا نن دوشنبې د کب ۱۳ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، کمانډو ځواکونو دغه عملیات د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د میملک په کلي کې تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې ځانګړو عملیاتو کې چې نن سهار تر سره شوي، د قوماندان مولوي ظریف په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، مولوي ظریف په سیمه کې د طالبانو یو مشهور او مهم قوماندان و او په یاده ولسوالۍ کې به عملیات د وسله والو تر بشپړ ځپلو پورې روان وي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل