۰

غني؛ یو کرکټر او څو مخونه

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۵
جمهور رئیس اشرف غني چې له کله راهیسې ارګ ته ننوتی تر ننه پورې پرله‌پسې درواغ وايي، خلک تېرباسي او یا له خپلو متحدانو سره ژمنې ماتوي او په هېڅ‌وجه د ټیمي کار او همکارۍ روحیه نه‌لري.
غني؛ یو کرکټر او څو مخونه
 جمهور رئیس اشرف غني چې له کله راهیسې ارګ ته ننوتی تر ننه پورې پرله‌پسې درواغ وايي، خلک تېرباسي او یا له خپلو متحدانو سره ژمنې ماتوي او په هېڅ‌وجه د ټیمي کار او همکارۍ روحیه نه‌لري.

داسې ښکاري چې ګواکې جمهور رئیس اشرف غني دې د همدغو ناوړه کارونو لپاره پیدا شوی وي. دا ټولې هغه ناوړه کړنې دې چې په یوه دین او مذهب کې هم ځای نه‌لري او څوک یې نه‌شي توجیه کولای. خو درېغه چې دا ټولې بدګڼي زموږ په ولسمشر کې راټولې شوې دي، دا چې وايو جمهور رئیس اشرف غني پرله‌پسې درواغ وايي او ولس تېرباسي؛ د دغه ښاغلي د خبرو او عمل ترمنځ د لوی توپیر او واټن په شتون کې رېښه لري.

په تېرو کابو پنځو کلونو کې د اشرف غني یوه خبره هم نه‌ده عملي شوې. د پوهنیز وضعیت ښه‌والی، د ښوونکو معاشونو لوړوالی، ښوونکو ته د ځمکو ورکړه او د مکتب او مدرسې ترمنځ د واټن له منځه وړل؛ هغه شعارونه وو چې اشرف غني یې بیا بیا د پلي‌تابه په اړه خلکو ته درواغ وویل. ان یو ځل خو یې په ۱۳۹۵لمریز کال د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې له خلکو بښنه هم وغوښته چې د خپلو ژمنو او وعدو په تطبیق کې پاتې راغلی دی.

همدا سږکال(۱۳۹۷) یې یو ځل بیا د تعلیمي کال د پرانستې په مراسمو کې په خپلو پخوانیو درواغجنو وعدو یو څه نور هم ورزیات کړل او ویې‌ویل چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به ۶۰۰۰ښوونځي جوړ کړي. خو وینو چې کال په خلاصېدو دی او غني په ځان اخته دی چې څنګه په قدرت کې پاتې شي.

د امنیت ټینګښت، له اداري فساد سره مبارزه، د خلکو دسترخوان ډکول، د ټاکنیز نظام اصلاح، په دولتي پستونو د شایسته افرادو ګمارنه، د بې‌روزګارۍ راکمول او ولایتونو ته د اجرائیوي صلاحیتونو ورکړه؛ د اشرف غني هغې نورې درواغجنې ژمنې وي چې تر اوسه یې یوه هم نه‌ده عملي شوې. اساسي قانون خو پر ځای پرېږده چې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو له هماغې لومړۍ ورځې راهیسې تر ننه پورې پرله‌پسې نقض شوی دی.

سربېره پر دې جمهور رئیس اشرف غني د نوم‌لیکنې په ورځ یو ځل بیا د خلکو تېر ایستلو هڅه وکړه او ویې‌ویل چې حکومت باید د خلکو په خدمت کې وي، نه د افرادو په خدمت کې. خو ایا حکومت واقعاً د خلکو په خدمت کې دی؟ همدا اوس اوس داسې راپورونه په لاس کې دي چې د ځینو ادارو مامورینو د دوو او د ځنیو نورو ادارو مامورینو حتا د درېیو میاشتو معاشونه نه‌دي اخستي، حال دا چې د کمپایني موخو په مقصد بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا په ننګرهار کې یوې خاصې ولسوالۍ ته سفر کوي او ځینې حکومتي دستګاوې او ادارې خو بیا د تبلیغاتي شبکو، کانالونو او نورو بنسټونو د پېرلو له‌پاره ملیونونه افغانۍ لګوي. لنډه دا چې د جمهور رئیس د هرې وینا او خبرې تر شا یو دروغ پټ دي چې د ولس د تېرایستلو په موخه یې له ستوني راباسي.

که چېرې د جمهور رئیس د دروغو حساب وکړو؛ نو باید ووایو چې سر او کال درواغ وايي او داسې ورځ به نه‌وي چې ده دې په کې درواغ نه‌وي ویلي. دا چې وایو اشرف غني د ټیمي کار روحیه نه‌لري او په خپله ژمنه او عهد نه‌پايي له دې کبله ده چې خپلسره او یو اړخیزې پرېکړې کوي او نور نه‌شي زغملی. وینو چې ځینې مطرح څېرې یا په خپله ترې لاړې او یا ده د خپلې ځان‌غوښتنې له امله له دندو لرې کړې. که له وروستي مورده یې راپیل کړو، غني د هم‌ګټو هېوادونو د استازي په توګه شاکر کارګر نه‌یوازې د یوه فرمان په صادرولو سره له دندې لرې کړ، بلکې د دفتر تشکیل یې هم ورته چورلټ لغوه کړ. کارګر د جمهور رئیس کرزي د ریاست پرمهال د اذربایجان سفیر او د سوداګرۍ وزیر پاتې شوی او د لومړي مرستیال جنرال دوستم له نږدې کسانو ځنې و.

سربېره پر دې ټولو ته څرګنده ده چې غني له جنرال دوستم سره څه نخرې ونه‌کړې. تر هغه چې دوستم ته یې اړتیا وه، هېڅ خبره نه‌وه، خو چې کله یې سلیقوي ستونزې ورسره پیدا شوې، بیا یې څنډې ته کړ. دوستم نه‌یوازې څنډې ته کړای شو، بلکې هېڅوک تراوسه هم په دې نه‌پوهېږي چې څنګه د احمدایشچي په دام کې کېوت. د غني چې څومره په وس کې وه دوستم وټکاوه او ټول صلاحیتونه یې ځنې واخستل.

جنرال جرئت بله بېلګه ده چې جمهور رئیس غني پرې ورودانګل. جرئت تر هغو چې په امنیت شورا کې د غني د سلاکار په توګه کار کاوه، نه جنګ‌سالار و او نه یې ساتونکو خلکو ته ستونزې جوړولې، خو همدا چې وپوهېد چې په ټاکنو کې یې ملاتړ نه‌کوي، نه یوازې یې له دندې لرې کړ او د جنګ‌سالار ټاپه یې پرې ووهله، بلکې د کور تر مخې یې ورته پوځي پریټونه هم ترسره کړل.

 احمدضیا مسعود شړل، د ملي یووالي حکومت د هوکړه‌لیک نه‌پلي‌کول او د واک په پنځوس پنځوس وېش باندې سترګې پټول، په چل او ول له عطامحمدنور څخه د استعفا اخستنه او بالاخره د اجرائیه رئیس د لومړي مرستیال محمدمحقق د عزل فرمان صادرول او داسې نورې د اشرف غني هغه ژمن ماتونې، او د نه‌همکارۍ روحیې بېلګې دي چې نه‌یوازې یې په ناپښتنو کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی، بلکې په پښتنو کې هم سر نه‌شي اوچتولی. ښايي د همدغې عوام‌فریبۍ له امله وي چې نن سبا یې شاوخوا بیخي تشه شوې ده او کومه مطرح څېره یې ترڅنګ نه‌لیدل کېږي. نن فقط هغه کسان په اشرف‌غني راټول دي چې د خپلې چوکۍ، مقام او امتیاراتو د له لاسه ورکولو وېره ورسره ده.
 
لنډه دا چې د ژمنې او عهد ماتول، د ټیمي همکارۍ روحیې نه‌درلودل، درواغ، د ولس تېرایستل او عوام‌فریبي د جمهور رئیس غني هغه ځانګړنې دي چې په هېڅ دین او مذهب کې ځای نه‌لري؛ په تېره بیا اسلام خو په کلکه دغه اعمال مردود ګڼلي او مسلمانان یې ترې منع کړې دي. لیکن غني ته له دغو ټولو پولو او سرو کرښو څخه اوښتل داسې وو لکه یوه پیاله اوبه چې څښي.

عنایت همدرد
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي