۰
۲۰۹ شاهین قول اردو:

له تېر کال راهیسې شمال کې ۶۴۰۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۱
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، له تېر کال راهیسې تر اوسه پورې شمال کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۴۰۲ طالبان، وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.
له تېر کال راهیسې شمال کې ۶۴۰۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، له تېر کال راهیسې تر اوسه پورې شمال کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۴۰۲ طالبان، وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قول اردو نن پنشنبې د کب ۱۶ مه په یوه خبرپانه کې ویلي طالبانو ته دغه مرګ ژوبله تر ډېره هوايي، ځمکنیو او کمانډیو عملیاتو کې اوښتې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شمال په بېلا بېلو ولایتونو کې ۶۶ پلان شوي عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې ۶۴۰۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې له دغې ډلې د ۲۰۱ قوماندانو، والي، ولسوال، نظامي کمېسیونو مشران، او قاضیانو په ګډون ۳۳۷۲ طالبان وژل شوي، د ۵۳ قوماندانو په ګډون ۲۴۲۹ ټپیان او ۱۷۳ نور نیول شوي دي.

دغه راز په خپرپاڼه کې راځي، چې له تېر کال راهیسې ۴۳۶ طالبان، داعشیان او نور وسله وال ترهګر افغان امنیتي ځواکونو ته تسلم شوي دي.

خبرپاڼه دا هم وايي، چې په دې موده کې د دښمن ۲۲۶۷ نظامي وسایط، ۲۰۹۷ میله ډول ډول وسلې، ۵۷۷ پټنځایونه او مرکزونه له منځه وړل شوي او یا هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په دې خبرپانه کې د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، د دوی مرګ ژوبله تر وسله والو خورا کمه ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي