۰
د بښنې نړیوال سازمان:

پاکستان دې ژر تر ژره د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ ودروي

پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۷
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې ژر تر ژره د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ ودروي او د دې کار د مخینوي لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.
پاکستان دې ژر تر ژره د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ ودروي
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې ژر تر ژره د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ ودروي او د دې کار د مخینوي لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه سازمان پرون پرون ویلي، چې د وګړو د جبري بې درکي له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان پر لمن تور داغ دی او پاکستان باید د دغه کار مخنیوی وکړي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په پاکستان کې د توکمیزو او مذهبي لږکیو ټول غړي، د بشري حقونو مدافعان، سیاسي فعالان، د وسله والو او داسې مذهبي ډلو غړي چې فعالیت یې منع دی لادرکه شوي دي.

په پاکستان کې په دې اړه د څېړنې ځانګړي کمېسیون وايي، لږ تر لږه د ۲۱۷۸ کسانو د بې درکۍ دوسیې ورسره پرتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان بلوچ مشرانو پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو پر نورو بنسټو توغندې وکړې او ویې ویل، چې په پاکستان کې د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو له خوا پر بلوچانو د روان ظلم پر وړاندې پټه خوله پاتې دي.

دوی ویل، چې پاکستان کې د بلوچستان پر بلوچو د پاکستاني حکومت ظم اوج ته رسېدلی او ملګري ملتونه باید د بلوچستان د آزادۍ لپاره لاس په کار شي.

بلوچ مشرانو زیاته کړې وه، د پاکستان له رامنځ ته کېدو یو کال وروسته د ۱۹۴۸ د مارچ په ۲۷ مه پاکستاني پوځ په بلوچستان خېټه واچوله او تر اوسه یې تر خپل سیوري لاندې پرې ظلمونه روان کړي دي.

د افغانستان د بلوچانو شورا رییس عبدالستار پردلي وايي، د پاکستان پوځ له تېرو ۷۱ کلونو راهیسې پر بلوچانو ډول ډول ظلمونه روان کړي دي.

هغه زیاته کړه«د پاکستان پوځ د زرګونو بلوچانو د وژلو تر څنګ ۴۸ زره نور نیولي، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.»

نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستان پوځ د بلوچستان ټول کانونه او اقتصادي سرچینې چور کړې او د زده کړو دروازه یې د بلوچانو د اولادونو پر مخ تړلې ده.

ښاغلي پردلي وايي، د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول پوځ نه غواړي، چې د بلوچانو نسل زده کړې ولري او یا یې هم اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي.

پردلي په دې برخه کې پر ملي او نړیوالو بنسټونو هم نیوکه وکړه ویې ویل، چې دوی د پاکستان د پوځ روان ظلم په خپلو سترګو ویني خو پر وړاندې یې غږ نه اچتوي.

دغه راز د بلوچانو د ټولني شورا رییس شېرآغا بلوچ هم ورته څرګندونې درلودې او ویل یې، چې هر کال زرګونه بلوچان د پاکستان د پوځ له خوا وژل کېږي، خو هېڅ هېواد او هېڅ یو ملي او نړیوال بنسټ د پاکستان د پوځ دغه ظم او جنایت محکوم نه کړ او یوازې ننداره یې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي