۰

خلیلزاد بیا کابل ته راغلی

دوشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۴
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغلی او ټاکل شوې د افغان حکومت له مشرانو سره پر سولې خبرې وکړي.
خلیلزاد بیا کابل ته راغلی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغلی او ټاکل شوې د افغان حکومت له مشرانو سره پر سولې خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست کابل ته د خلیلزاد د راتګ پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی به نن دوشنبې د وري ۱۲ مه له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وګوري.

د اجرائیه ریاست  مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي، خلیل‌زاد به له عبدالله سره په لیدنه د خپل سفر د اهدافو او د سولې د روانو هڅو په اړه معلومات شریک کړي.

دا د افغان سولې په تړاو افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته د خلیلزاد شپږم پړاو سفر دی چې تر سره کېږي.

نوموړی د دغه سفر په لړ کې لومړی انګلستان او وروسته بلجیم ته ولاړ او هلته یې د ناټو د عمومي منشي او اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له استازو سره پر افغان سوله خبرې وکړې.

خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې افغان حکومت له تېرو څو ورځو راهیسې د یو شمېر سیاسیون او جهادي څېرو سره د سولې په تړاو سلا مشورې پیل کړې دي.

ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، دوهم مرستیال سروردانش، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي او ځينو نورو کسانو سره ولیدل.

ارګ وايي، د دغه سلا، مشورو موخه د سولې په تړاو د یوه واحد دریځ رامنځ ته کول او په افغانستان کې یوه تل پاتې او باغزته سوله ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي