۰
د امریکا د پوځ مشر:

د جګړه تر بشپړ پای ته رسېدو پورې به افغانستان کې پاتې یو

پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۰
د امریکا د پوځ مشر جنرال جوزف ډنفورد ټینګار کوي، تر چې په افغانستان کې جګړه او شخړې په بشپړ ډول پای ته نه وي رسېدلې، اړینه ده، چې امریکايي ځواکونه دغه هېواد کې پاتې شي.
د جګړه تر بشپړ پای ته رسېدو پورې به افغانستان کې پاتې یو
د امریکا د پوځ مشر جنرال جوزف ډنفورد ټینګار کوي، تر چې په افغانستان کې جګړه او شخړې په بشپړ ډول پای ته نه وي رسېدلې، اړینه ده، چې امریکايي ځواکونه دغه هېواد کې پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ډانفورډ دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د کانګرېس یوې غونډې ته کړي او ویلي یې دي « فکر کوم تر څو پورې چې په افغانستان ترهګري روانه وي، دې ته اړتیا ده، چې موږ هلته د تروریزم ضد عسکر ولرو.»

د امریکا د پوځ د مشر له دې څرګندونو داسې ښکاري، چې امریکا په نظامي برخه کې افغانستان کې د اوږد مهاله حضور ته لېوالتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکايي پلاوی په قطر کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو له استازو سره د افغان سولې او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په احتمالي وتلو خبرې اترې کوي.

که څه هم خبرې بندو دروازو تر شاه دي او تر اوسه یې جزیات نه دي راوتلي، خو ویل کېږي، چې امریکا او طالبان له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او امریکا ته دا ضمانت ورکول، چې نور به افغان خاوره د نړیوالو ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي هوکړه شوې ده.

د امریکايي پلاوي د مشر خلیلزاد او طالبانو د استازو تر منځ خبرو نن پنشنبې اومه ورځ ده، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې روانې دي، چې دواړه لوري وايي پرمختګ په کې شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي