۰

کابل پولیسو څلور تنه غله او چپاولګر نیولي دي

سی شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۸
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل امنیه قوماندانۍ پولیسو څلور تنه غله چې چپاولګري او د موټرو پلېټونه یې غلا کول نیولي دي.
کابل پولیسو څلور تنه غله او چپاولګر نیولي دي
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل امنیه قوماندانۍ پولیسو څلور تنه غله چې چپاولګري او د موټرو پلېټونه یې غلا کول نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دغه غله او چپاولګر پرون دوشنبې د غوايي ۳۰ مه د کابل ښار د یوولسمي ناحیې اړوند سیمو کې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د امنیه قوماندانۍ پولیسو لومړی درې تنه چې لارې یې نیولې او چپاولګري یې کوله نیولي دي او تر هغې وروسته یو کس د موټر د پلېټ شمېرې د غلا په تور ونیوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي