۰

دفاع وزارت: د غزني دیکه ولسوالي مو بېرته له طالبانو ونیوله

سی شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې او پاکه کړې ده.
دفاع وزارت: د غزني دیکه ولسوالي مو بېرته له طالبانو ونیوله
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې او پاکه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ولسوالي له تېرو دوه کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه، خو دفاع وزارت پرون دوشنبې د غبرګولي ۶ مه اعلان کړی، چې یاده ولسوالي یې بېرته نیولې ده.

له دفاع وزارت خپره شوې اعلامیه وايي، طالبانو یو شمېر ملکیان هم په دغې ولسوالۍ کې یرغمل کړي او د سپر په توګه یې کارول.

سرچینه زیاتوي، چې له همدې امله افغان امنیتي ځواکونو د ولسوالیو د نیولو لپاره په احتیاط سره عملیات کول تر څو ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله ونه رسېږي.

دفاع وزارت د ولسوالۍ د نیولو په کې د جګړې پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په غزني ولایت کې د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات پراخ شوي دي.

افغان چارواکي وايي، طالبانو د کابل په پیل کې پلان درلود، چې د غزني ښار د نیولو لپاره ستر عملیات وکړي، خو د افغان ځواکونو له خوا وځپل شول او دا هدف یې شنډ شو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي