افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوړي په مشرۍ سعودي عربستان ته په یوه رسمي سفر ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر او ورسره پلاوی نن پنشنبې د غبرګولي ۹ مه غرمه مهال سعودي عربستان ته روان شو.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، سعودي ته د ولسمشر د سفر موخه د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په څوارلسمه ناسته کې ګډون دی.
ویل کېږي ولسمشر غني به د اسلامي هېوادونو کنفرانس کې وینا وکړي او اسلامي هېوادونه به یو له بله اقتصادي او نورو همکاریو ته راوبولي.
ارګ وایي، ولسمشر به په یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د عمرې حج مراسم ادا او دسعودي عربستان پادشاه اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز السعود سره به د هغه له لورې د پېشلمي په برابره شوې مېلمستیا کې ګډون وکړي.
دغه ښار ښايي ولسمشر د دغه کنفرانس په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم جلا جلا وګوري.
باید و ویل شي، چې دا د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو ۱۴ مه غونډه ده، چې په مکه معظمه کې تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل