۰

دفاع وزارت:په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۶ طالبان وژل شوي

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
ملي دفاع وزارت وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په بېلا بېلو عملیاتو کې ۲۰۲ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت:په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۶ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په بېلا بېلو عملیاتو کې ۲۰۲ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهراشنبې د غبرګولي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په زابل، میدان وردګ، غزني، هلمند، فراه، سرپل، بادغیس، تخار بلخ، غور او کاپیسا کې شوي دي.

سرچینه زیاتوي د عملیاتو پر مهال د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ملاتړ هم و، چې په کې ۱۲۶ وسله وال وژل شوي او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې د طالبانو مهم مشران او قوماندانان هم شامل دي.

وزارت د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو تر اوسه غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي