د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، د افغانستان سوله د ټرمپ د ادارې یو مهم هدف دی او تر سپټمبر میاشتې پورې به دغه هدف تر لاسه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو دغه څرګندونې له هندي چارواکو سره تر لیدنې وروسته په نوي ډهلي کې خبریالانو ته کړې دي.
نوموړي ویلي، چې امریکا د افغان سولې لپاره پراخې هڅې پیل کړې او خپلې دې موخې ته به رسېږي.
دی وایي، د ټرمپ د ادارې یو مهم هدف دا دی، چې افغانستان ته سوله او ثبات راشي او دوی به ارو مرو ځان دې هدف ته رسوي.
د هغه په وینا په دې وروستیو کې د سولې د راوستو لپاره د امریکا فشارونه هم ډېر شوي او ډېر ژر به ښکېلې خواوې د سولې لار خپله کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې د ټرمپ اداره په ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړو کچه راټيټه کړي، د افغانانو او امریکایانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي او روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل