د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرتېري نن شنبې د جولای ۱۳ مه په افغانستان کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري هویت، د پېښې د ځای او نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو وايي، نور معلومات به د امریکا د دفع وزارت د پالیسۍ له مخې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې خپاره کړي.
تر اوسه د دې سرتېري د وژلو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.
باید و ویل شي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې هم دوه امرکیايي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل