۰
طالبانو ته نېږدې سرچینې:

حاجي بشیر نورزی له ګوانتانامو زندان خوشی شو، سبا ښایي قطر ته ورسېږي

سی شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۸
طالبانو ته نېږدې سرچینې تاییدوي، چې د طالبانو د مړه شوي مشر ملا محمد عمر نېږدې کس حاجي بشیر نورزی له ګوانتانامو زندانه خوشی شوی دی.
حاجي بشیر نورزی له ګوانتانامو زندان خوشی شو، سبا ښایي قطر ته ورسېږي
طالبانو ته نېږدې سرچینې تاییدوي، چې د طالبانو د مړه شوي مشر ملا محمد عمر نېږدې کس حاجي بشیر نورزی له ګوانتانامو زندانه خوشی شوی دی.

پخواني طالب چارواکي سید آکبر اغا جمهور خبري آژانس سره تلېفوني خبرو کې د حاجي بشیر نورزي د خوشي کېدو پخلی وکړ ویې ویل، ښايي هغه سبا چهارشنبې د چنګاښ ۲۶ مه قطر کې د طالبانو استازو ته وسپارل شي.

سید اکبرآغا و ویل«ښاغلی نورزی خوشی شوی دی، خو تر اوسه طالبانو ته نه دی سپارل شی، په قوي احتمال ښایي سبا چهارشنبې د چنګاښ ۲۶ مه د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی د امریکایانو له خوا په قطر کې د طالبانو استازو ته وسپارل شي.»

نوموړي په دغه وخت کې چې د افغان سولې خبرې روانې دي، د حاجي بشیر نورزي خوشي کېدل ګټور وبلله او ویې ویل، حاجي نورزی د طالبانو د سیاسیونو او نظامیانو تر منځ خورا مجبوبیت او ځای لري او کولی شي د سولې لپاره ګټور تمام شي.

د ده په وینا حاجي بشیر نورزی د نورزي قوم یو مخور او د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته نېږدې کس و نو ځکه په طالبانو کې ښه ځای او نفوذ لري.

باید و ویل شي، حاجي بشیر نورزی یو ملي سوداګر او د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته نېږدې کس و، چې ۱۸ کاله یې په ګوانتانامو زندان کې تېر کړل.

خو دا چې هغه څه وخت او په کوم ځای کې د امریکايي ځواکونو له لوري نیول شوی وو په اړه یې معلومات نشته دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي