۰
د پوهنې وزارت خبرداری!

هېڅوک نشي کولی ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو ګټه واخلي

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
پوهنې وزارت په تازه اقدام کې چارواکو او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته هېڅوک نه شي کولی د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست په محفلونو او ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه ګته واخلي.
هېڅوک نشي کولی ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو ګټه واخلي
پوهنې وزارت په تازه اقدام کې چارواکو او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته هېڅوک نه شي کولی د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست په محفلونو او ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه ګته واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست په محفلونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه ګته اخیستل په کلکه منع دي.

سرچینې ټینګار کړی، چې هېڅ حقیقي او حقوقي شخص ته به اجازه ور نه کړل شي، چې په تبلیغاتو، لاریونونو، غونډو او ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځي له زده کوونکو څخه ګټه پورته کړي.

پوهنې وزارت وايي،دغه پرېکړه، د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو، د ښوونځي زده کوونکو ته د جسمي او روحي زیان له اوښتو څخه د مخنیوي او په سیاسي مسایلو کې د پوهنې د نه لاس وهنې او بې پرېتوب د ساتنې په موخه؛ تر سره شوې ده.

د سرچینې په وینا د دغې پرېکړې پر بنسټ، د پوهنې د وزیر په ګډون د چارواکو د ښه راغلاست په مراسمو کې د زده کوونکو ګډون؛ له زده کړه ییزو اصولو او مکلفیت سره په ټکر کې واقع کېږي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، له بل لوري زده کوونکي په داسې مراسمو کې ګډون ته مجبورول، د هغوی د شخصیتي روحې د زیانمنېدو لامل ګرځي او د حقارت احساس ورته پیدا کېږي.

پوهنې وزارت همدارنګه ویلي، دغه مسأله د دې لامل کېږي چې زده کوونکي درسي فرصتونه له لاسه ورکړي او د درسي نصاب پلي کېدل له ننګونو سره مخ شي.

د پوهنې وزارت د مرکز او ولایتونو د پوهنې ټولو ریاستونو ته لارښوونه کړې، یاد شوي موارد مراعات کړي او له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي