۰

پکتیا کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان وژل شوی دی

دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۱
سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا کې د یوې چاودنې له امله په دغه ولایت کې د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان له خپل ساتونکي سره وژل شوی دی.
پکتیا کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا کې د یوې چاودنې له امله په دغه ولایت کې د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان له خپل ساتونکي سره وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه د پکتیا مرکز ګردیز ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیا مطبوعاتي دفتر وایي، چاودنه د پکتیا پوهنتون او ملکي حوزوي روغتون ترمنځ په یوه کوڅه کې د یوه درول شوي موټر چې چاوېدونکي توکي په کې اېښودل شوي و، رامنځ ته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې د زرمت ولسوالۍ د ولسي پاڅونکوونکو قوماندان عزیزالله او د هغه یو ساتونکی وژل شوي او څلور محصلان ټپیان شوي دي.

د چاودنې له امله د پکتیا پوهنتون ودانیو، ملکي حوزوي روغتون، د محصلینو لیلیو او سوداګریزو ځایونو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي