۰

دفاع وزارت: ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۹ طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۲
ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۲۰۸ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت: ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۹ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۲۰۸ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د وږي ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان ځواکونو، په پکتیکا، غزني، فاریاب، جوزجان، پکتیا، اروزګان، ننګرهار، هلمند، میدان وردګ او بغلان کې د طالبانو پر ضد ۲۰ یرغلیز، ۸۴ کمانډويي او ۳۲ هوايي بریدونه تر سره کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې ۱۶۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۹ تنه یې ټپیان او ګڼې وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي