افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د دوی یو امریکايي سرتېری په دغه هېواد کې په جګړه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سرتېري پرون دوشنبې د وږي ۲۵ مه د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د دغه امریکايي سرتېري د وژل کېدو پخلی کړی، خو د پېښې د ځای او هویت په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د دې امریکايي سرتېري په وژل کېدو سره روان کابل په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېده.
تر دې سرتېري څو ورځې وړاندې د امریکا یو بل سرتېری د کابل ښار د شش درک په سیمه کې د طالبانو په یوه موټر بم برید کې و وژل شو، چې له امله یې ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې هم لغوه کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل