اروپايي ټولنې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو سره د اته میلیونه یورو مرستې اعلان کړی او تمه یې ښودلې، چې ټاکنې شفافې تر سره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه مرستې تړون پرون په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازي پیري مایډون او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مشر سره لاسلیک کړ.
پیري مایډون د دغه تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، هیله لري، چې په افغانستان کې، رڼې، عادلانه او سرتاسري ټاکنې تر سره شي.
نوموړي دا هم زیاته کړې، تمه لري، چې کمېسیونونه هم د رڼو ټاکنو په تر سره کېدو سره پر ټاکنو د خلکو مات شوی باور بېرته ورغوي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي د ټاکنو سره د دغه مرسته شویو پیسو په اړه ویلي، چې یادې پيسې به د ملګروملتونو د پراختیايي ادارې په لاس د ټاکنو په تخنیکي او تدارکاتي چارو ولګول شي.
که څه هم نوموړي د ټاکنو پر وړاندې ناامني لویه ستونزه وبلله خو ډاډ یې څرګند کړ، چې افغان او بهرني ځواکونه توانېدلي، چې تر ټاکنو وړاندې ښې لاس ته راوړنې ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل