د سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وایي، له طالبانو سره د سولې د خبرو پر بیا پیل کتنه کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلز دغه څرګندونې په یوه خبري غونډه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې په امریکا کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته لېوالتیا شته.
نوموړي ویلي، چې اوس مهال په دې تړاو سلا مشورې روانې دي، چې له طالبانو سره بیا خبرې پیل شي او که نه.
باید و ویل شي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نېږدې میاشت وړاندې له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتنۍ خبرې لغوه او دا خبرې یې نورې مړې وبللې.
ټرمپ دغه خبرې په کابل کې د طالبانو له خوا د یوه برید چې په کې یو امریکايي سرتېری هم و وژل شو په غبرګون کې لغوه کړې.
ټرمپ هغه مهال ویلي و، طالبانو فکر کولو چې په دې ډول بریدونو به د سولې پروسه کې امتیازات تر لاسه کړي، خو ټول څه یې خراب کړل.
بل خوا مېرمن ویلز دا هم ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغان ولسمشر غني ته تلېفون کړی او په کې یې په افغانستان کې د شفافو او سرتاسري ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نوموړې وایي، امريکا د ټاکنو په پروسه د طالبانو بریدونه غندي.
طالبانو ګواښ کړی، چې په ټول توان به د ټاکنو مخینوی کوی، خو افغان امنیتي چارواکي وايي، دوی د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره بشپړ چمتوالی لري او ۷۲ زره سرتېري یې امنیت ته ګمارلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل