۰

اسلام آباد ته د طالب پلاوي پر سفر د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ټکر

شنبی ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۱
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اسلام آباد ته د طالب پلاوي پر سفر نیوکه او دا یې د دیپلوماتیکو اصولو خلاف بللی، خو د بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی کړی دی.
اسلام آباد ته د طالب پلاوي پر سفر د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ټکر
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اسلام آباد ته د طالب پلاوي پر سفر نیوکه او دا یې د دیپلوماتیکو اصولو خلاف بللی، خو د بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر پلاوی چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوي، د تېرې چهارشنبې د پاکستان په رسمي بلنه اسلام آباد ته ولاړ.

طالب پلاوی هلته د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي، چې پخلی یې شوي، خو له عمران خان، جنرال باجوه او خلیلزاد سره یې د لیدنې په اړه ضد نقیض راپورنه دي.

لوړ پوړو پاکستاني چارواکو لوېدیځو رسنیو ته تایید کړې، چې طالب پلاوی له عمران خان، باجوه او خلیلزاد سره لیدلي، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له عمران خان سره د طالبانو د لیدنې خبر رد کړی دی.

دا چې په دغه ناستو کې څه ویل شوي، تر اوسه یې بشپړ جزیات نه دي په داګه شوي، خو په افغانستان کې یې د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ ټکر رامنځ ته کړی دی.

ارګ اسلام آباد ته د طالب پلاوي پر سفر او بیا د پاکستاني چارواکو له خوا د هغوی پر تاوده هرکلي سخته نیوکه کړې او دا کار یې د ديپلوماتیکو اصولو خلاف بللی دی.

 د ارګ ویاند صدیق صدیقي وایي،افغان حکومت سولې ته کلک ژمن دي، خو د افغان دولت او ولس پرته د سولې هېڅ ډول خبرې به مثبتې پایلې ونه لري.

خو د بهرنیو چارو وزارت باید اسلام آباد ته د طالب پلاوی د سفر هرکلی کړی او ویلي یې دي، هڅې پیل شوې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، سوله لومړیتوب دی او باید یوه ورځ ورته ورسېږوي، نو په دې برخه کې د هر هېواد هڅې د ستایلو دي.

نوموړي ویلي، دا چې دا ځل پاکستان د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره هڅه کوي، نو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د دغه هڅو هرکلی کوي.

خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي وايي، د سولې په تړاو د حکومت پالیسي د ارګ له خوا اعلان شوې او د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې د هغه شخصي نظر دی، نه د افغان حکومت.

د صدیقي د څرګندونو سره سره د صبغت الله احمدي ویلي، چې د دغه څرګندونې خپل شخصي نظر نه بلکې د بهرنیو چارو وزارت رسمي نظر دی.

که څه هم ارګ او بهرنیو چارو وزارت دواړه د سولې په خبرو ټینګار کوي وايي، چې حکومت سولې ته ژمن دی، خو اسلام آباد ته د طالب پلاوي د سفر په اړه دوه ګونۍ غبرګون او موقف اندېښنې زیاته کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي