اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه او د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې ویلي، باجوه او مشعل په دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییزه مسایلو هم بحث کړی دي.
که څه هم د پاکستان پوځ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ځايي خبریالان وايي، په دې لیدنه کې کابل ته د پاکستاني نظامي پلاوي د وروستي سفر د هوکړو د عملي شویو اړخونو په اړه بحث شوی دی.
د دوی په وینا په دې لیدنه کې د افغاني مذاکراتو د راتلونکې ناستې په میکانیزم هم بحث شوی دی چې په کې به حکومت او طالبان یو د بل په وړاندې کېني.
بلخوا د پاکستان پيپلز ګوند رهبرۍ خبر ورکړی دی چې عاطف مشعل له بلاول بوټوزرداري سره هم د هغه په کور کې لیدلي دي او د دوه اړخیزه اړیکو په ټینګښت او پیاوړتیا ورسره غږېدلی دی.
په دې لیدنه کې بلاول بوټو ویلي، ګوند یې په افغانستان کې له اوږد مهال راهیسې د سولې اوثبات تر څنګ د پیاوړي جمهوریت غوښتونکی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان او افغانستان وروڼه هېوادونه دي او باید د دواړو تر منځ د سولې، پرمختګ او د اړیکو د پیاوړتیا برخه کې همکاري زیاته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل