۰

افغانستان راتلونکې اوونۍ پاکستان ته صادرات پیلوي

چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۵
اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عطف مشعل خبر ورکړی، چې افغانستان به راتلوونکې اوونۍ پاکستان ته خپل صادرات پیل کړي.
افغانستان راتلونکې اوونۍ پاکستان ته صادرات پیلوي
اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عطف مشعل خبر ورکړی، چې افغانستان به راتلوونکې اوونۍ پاکستان ته خپل صادرات پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د ژمنې سره سم به بله اوونۍ د تورخم، سپین بولدک- چمن او غلام خان بندرونو له لارې پاکستان ته د افغان سوداګرو د مالو د لېږد لړۍ پیل شي.

ښاغلي مشعل په خپله ټوېټر پاڼه د پاکستان د حکومت د دې پریکړې مننه کړې او هیله یې ښودلې چې دا کار به د دواړو هیوادونو ترمنځ د تخنیکي کمیټې د کار په پای کې په ټاکلې نیټه پیل شي.

نوموړي ویلي، هیله ده دا ټول به په ټاکلې نیټه باندې د دواړو غاړو ترمنځ د لارښونې د کمیټو د جون د ۱۵ څخه تر ۱۸ د تخنیکي غونډو وروسته پیل شي.

دغه راز افغان سفیر زیاته کړې، چې دوی د پاکستان حکومت سره د غلام خان بندر د ترانزیتي سوداګرۍ د پرانیستلو لپاره له نږدې کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي