اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل وايي، پاکستان کې د یو افغان کډوال راضي الله عامر د شکنجې او ځورونې په تور درې پولیس نیول شوي او دوه نور له دندې لېرې شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راضي الله چې په «عامر تهکالي» هم مشهور دی، د پاکستان پولیسو ته د سپکاوي په تور نیول شوی و.
خو څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې عامر په کې د پولیسو په توقیف کې په داسې حال کې ښودل کېږي چې پرتوګ یې ویستل شوی، ګریوان یې شکېدلی او پر مخ یې د شکنجې نښې ښکاري.
د دغې ویډیو له خپرېدو وروسته په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې د پولیسو دا چال چلند وغندل شو او په قضیه کې د ښکېلو پولیسو د محاکمې غوښتنه وشوه.
په پاکستان کې د افغانستان سفیرعاطف مشعل پرون جمعه په خپل ټویټر کې لیکلي، د عامر له کورنۍ سره یې لیدلي او پاکستاني چارواکو ورته ډاډ ورکړی دی چې دا پېښه به پلټي.
پاکستاني چارواکو هم تایبد کړې چې د عامر په قضیه کې د دریو پولیسو دندې ځنډول شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل