۰

دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۸۵ طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۰
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د طالبانو پر ضد ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې ۱۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۸۵ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د طالبانو پر ضد ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې ۱۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د تلې ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه شمېر مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په میدان وردګ، لوګر، غزني، زابل، هلمند، اروزګان، فراه او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ۲۲ یرغلیز او هوايي عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې عملیاتو په ترڅ کې ۸۵ طالبان وژل شوي، ۱۹ تنه ټپیان او ۱۰ شکمن کسان د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

دفاع وزارت د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي