۰
د ټاکنو کمېسیون:

څو ځلې د ټاکنو کمېسیون پر سرور سایبري بریدونه شوي دي

شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۴
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، تر اوسه څو ځلې د بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زیرمتون یا سرور بریدونه شوي دي.
څو ځلې د ټاکنو کمېسیون پر سرور سایبري بریدونه شوي دي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، تر اوسه څو ځلې د بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زیرمتون یا سرور بریدونه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرو درې ورځو راهیسې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد سرعت له ستونزو سره مخ و.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي،د سرعت د کموالي لامل یې پر سرور لا له وړاندې د درملوګ کمپنۍ له لوري د سایبري بریدونو د دفع کولو امنیتي تدابیرو زیاتوالی و.

د دغه کمېسیون غړې رحیمې ظریفي ویلي، تر اوسه څو ځلې د بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زیرمتون یا سرور بریدونه شوي دي.

اغلې ظریفې زیاته کړې« په دې باندې زه نه پوهېږم، کره نه شم ویلی چې څو حملې شوي، په هر صورت، هڅې شوي، خو هېڅ کله هم نه دي توانېدلي چې له لومړي امنیتي کمربنده تېر شي او سرور ته دننه شي، موږ په دې برخه کې هېڅ اندېښنې نه لرو، ځکه د درملوګ کمپنۍ ډاډ راکړی.»

د هغې په وینا د ټاکنو کمېسیون سرور امنیتي تدابیر د جرمني د درملوګ کمپنۍ له لوري نیول کېږي.

باید و ویل شي، چې د دغه ستونزې د حل لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې پنشنبې په ورځ د درملوک کمپنۍ دوه انجینران له المان څخه راغوښتي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي