۰

ټاکنو کمېسیون کې د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه خبرې روانې دي

چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۱
د ټاکنو کمېسیون مسوولین وايي، په کمېسیون کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په خاطر د کمېشنرانو تر منځ خبرې اترې روانې دي.
ټاکنو کمېسیون کې د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه خبرې روانې دي
د ټاکنو کمېسیون مسوولین وايي، په کمېسیون کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په خاطر د کمېشنرانو تر منځ خبرې اترې روانې دي.

د یاد کمېسیون ویاند عبدالعزیر ابراهیمي پرن و ویل، چې نن یا سبا به پایلې اعلان کړي، خو نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۰مه یې جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د لومړنیو پایلو د اعلان پر سر لا هم د کمېسیون د مشرتابه تر منځ خبرې روانې دي.

هغه و ویل، نه پوهېږي، چې دغه پایلې به نن او که سبا اعلانېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ثبات او همپالنې ټیم مشرعبدالله عبدالله ټاکنو کمېسیون ته خبرداری ورکړي، چې د ټاکنو پایلې اعلان نه کړي.

عبدالله په خپله فسبوک پاڼه ویلي، تر چې  کمېسیون د معترضو ټکټونو غوښتنو ته ځواب نه وي ویلی باید د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان نه کړي.

نوموړي دا هم ویلي، که کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دوی به یې ونه مني.

د ټاکنو کمېسیون او ډاکترعبدالله د ټیم تر منځ په هغه ۳ سوه زره رایو باندې له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې لانجې دي، چې د ثبات او همپالنې ټیم یې باطلې بولي او د باطلېدو غوښتنه یې کوي، خو کمېسیون بیا وایي، دوی له څېړونو پرته یوه رایه هم نه شي باطلولی.

همدا لامل دی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو چې د تلې میاشتې په شپږمه تر سره شوې پایلې لا تر اوسه نه دي اعلان شوې.

په ورته وخت کې د نوماندانو شورا هم پر کمېسیون غږ کړی، چې پایلې اعلان نه کړي او په وینا یې که اعلان شي، نو په هېواد کې به یو بل نوی ناورین پیل شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي