۰
د ټاکنو کمېسیون:

شکایتونو کمېسیون د ځینو محلونو د بیا رای شمېرنې دلایل نه دی روښانه کړي

یکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۶
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین وایي، تر اوسه پورې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د ځينو محلونو د بیا رای شمېرنې دلایل نه دي روښانه کړي.
شکایتونو کمېسیون د ځینو محلونو د بیا رای شمېرنې دلایل نه دی روښانه کړي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین وایي، تر اوسه پورې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د ځينو محلونو د بیا رای شمېرنې دلایل نه دي روښانه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو شکایتونو کمېسیون شکایتونو ته د رسېدو لپاره په ۲۰ ولایتونو کې له ۲۵۰۰ د زیاتو محلونو د بیا رای شمېرنې غوښتنه کړې ده.

د یاد کمېسیون ویاند محمد رضا فیاض پرون جمهور خبري آژانس ته ویلي و، چې په ۲۰ ولایتونو کې د ۲۵۵۵ محلونو د بیا رای شمېرنې پرېکړه شوې، چې ډېری یې په ننګرهار، کنړ او هلمند ولایتونو کې دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د شکایتونو کمېسیون د ځينو محلونو د بیا رای شمېرنې دلایل د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته نه دي روښانه کړي.
 
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي نن یکشنبې د مرغومي ۲۲ مه جمهورخبري آژانس ته و ویل، د ټاکنو قانون او کړنلارو له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مکلفت دی، چې شکایتونو ته د رسېدو په موخه د شکایتونو کمېسیون سره مرسته او همکاري وکړي.

خو په وینا یې د شکایتونو کمېسیون تر اوس پورې په ۲۰ ولایتونو کې د ۲۵۵۵ محلونو د بیا رای شمېرنې دلایل نه دي روښانه کړي.

نوموړی وایي، کله چې د شکایتونو کمېسیون دا واضح کړي، چې په کوم ولایت کې، په کومو محلونو کې په کوم دلیل باید بیا رای شمېرنه وشي، نو د ټاکنو خپلواک کمېسیون به هلته د رایو د بیا شمېرنې عملیات بهیر پیل کړي.

د هغه په وینا د دې لپاره به هم لومړی هغه دلایل چې د بیا رای شمېرنې په اړه وړاندې کېږي، ګډه کمېټه جوړېږي هغه به څېړي او وروسته به د ټاکنو کمېسیون خپل تخنیکي ټیم او کارکوونکي د هېواد د هوايي ځواکونو په همغږۍ همغه سیمو ته لېږي او بیا رای شمېرنه به پیلوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي