۰

ملګرو ملتونو د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی وکړ

یکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۰
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستدوینه دفتر یا یوناما د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ.
ملګرو ملتونو د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی وکړ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستدوینه دفتر یا یوناما د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون نن یکشنبې د مرغومي اوله د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې په کې محمد اشرف غني تر ټولو ډېرې ۵۰.۶۴ سلنه رایې وړې او بریالي اعلان شو.

په افغانستان کې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو د دې اعلان هرکلی کړی وايي، اوس باید ټول اړخونه د دغه  پایلو او ټاکنو د وروستي کولو لپاره خپلې ژمنې تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ۲۰۱۹ د سپټمبر په ۲۸ مه (میزان ۶) د افغانستان خلکو بې له دې چې د امنیتي ګواښونو پروا وکړي د ښې راتلونکې لپاره خپلې رایې وکارولې.

د هغه په وینا افغان رای ورکوونکي د ستاینې وړ دي چې خپل مدني مسوولیت یې ادا کړ او کاندیدانو غوښتي چې خپل شکایتونه د منل شویو چاینلونو له لارې مطرح کړي.

د ملګرو ملتونو د مرستدویه دفتر مشر له شکایتونو کمېسیون څخه غوښتي، چې اوس ټول شکایتونه په پوره شفافیت او عدالت سره وڅېړي او د افغانستان خلکو ته معلومات ورکړي.
 
ملګرو ملتونو په داسې حال کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلي کوي، چې د ثبات او همپالنې ټیم کمېسیون له دولت ساز ټیم څخه په ملاتړ تورن کړی وايي، پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې شوې  نه دي او کمېسیون د تقبلي پایلو په اعلان سره د لومړنیو پایلو تر نامه لاندې ارقام اعلان کړي دي.

دوی وايي، د خلکو له پاکو رایو به تر اخرې دفاع وکړي او پرې به نږدي، چې د تقلبي رایو پر بنسټ د افغانستان پر خلکو تقلبي حکومت وتپل شي.

د ثبات او همپالنې ټیم وايي، تمه لري، چې شکایتونو کمېسیون به له دوی سره کړې ژمنې عملي او پاکې او ناپاکې رایې به سره بېلې کړي.

د یادونې ده، چې  ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې محمد اشرف غني په کې تر ټولو زیاتې رایې وړې دي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن یکشنبې د مرغومي اوله په ټاکنو کمېسیون کې د یوې   ناستې پر مهال د میران د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړې.

نوموړې و ویل، چې د کارول شویو رایو څخه محمد اشرف غني ۹۲۳۸۶۸ رایې، چې د ټولو رایو پنځوس اعشاریه څلورشپېته سلنه رایې وړې دي.

دغه راز هغې زیاته کړه، چې ټاکنو بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله بیا ۷۲۰ زره او ۹۹ رایې وړې، چې د ټولو رایو، ۳۹،۵۲ سلنه جوړوي.

د نورستاني په خبره ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۳ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه جوړوي.
د ټاکنو کمېسیون د مشرې په وینا بل نوماند رحمت الله نبیل بیا ۳۳ زره ۹ سوه ۲۱ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۱،۸۶ سلنه جوړوي.
دغه راز فرامرز تمنا، ۱۸۶۶۰ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰،۹ سلنه جوړوي.
سید نورالله جلیلي بیا ۱۵۵۲۶ رایې وړې، چې  د ټولو رایو ۰.۵ سلنه جوړوي.
عبدالطیف پدرام ۱۲ زره ۶۰۸ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۱۹ سلنه جوړوي.
عنایت الله حفیظ ۱۱ زره ۳۷۴ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۸۲ سلنه جوړوي.
حکیم تورسن ۶ زره ۶۶۰ رایې  وړې، چې  د ټولو رایو ۰.۳۶ سلنه جوړوي.
احمد ولي مسعود ۳۳۴۲ رایې وړې، چې د ټولو رایو، ۰.۲۲ سلنه جوړوي.
شهاب حکیمي ۳۳۲۴ رایې  وړې، چې  د ټولو رایو ۰.۱۸ سلنه جوړوي.
او غلام فاروق نجراب بیا ۱۶۶۶ رایې  وړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې ټولې یو میلیون ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې  بایومتریک شوې دي.

نوموړې زیاته کړه، چې نوماندان تر دریو ورځو پورې وخت تر چې خپل شکایتونه د ټاکنو کمېسیون د اعلان شویو پایلو په تړاو شکایتونو کمېسیون ته وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي