۰

د ټاکنو کمېسیون بیا ځلي ټینګار: له څېړنې پرته رایې نه شو باطلولی

شنبی ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۶
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټیم دغه غوښتې ته چې کمېسیون د ۳۰۰ زره رایې باطلې اعلان کړي، ویلي د قانون سره سم نه شي کولي، له بیا ځلي رای شمېرنې او څېړنې پرته رایې باطلې اعلان کړي.
د ټاکنو کمېسیون بیا ځلي ټینګار: له څېړنې پرته رایې نه شو باطلولی
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټیم دغه غوښتې ته چې کمېسیون د ۳۰۰ زره رایې باطلې اعلان کړي، ویلي د قانون سره سم نه شي کولي، له بیا ځلي رای شمېرنې او څېړنې پرته رایې باطلې اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې همپالنې ټیم پرون جمعه کابل کې لاریون وکړ او یوه غوښتنه یې دا وه، چې ټاکنو کمېسیون د له بیا رای شمېرنې وړاندې د دوی په وینا هغه رایې باطلې اعلان کړي، چې بایومتریک شوې نه دي.

خو کمېسیون وایي، دوی له څېړنې او بیا رای شمېرنې پرته د قانون له مخې نه شي کولی، چې رایې باطلې اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون وایي، ټاکنیز ټیمونه دې دوی ته اجازه ورکړي، تر څو د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه کړي او سپینې او تورې رایې سره بېلي کړي.

د کمېسیون په باور که چېرې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړل شي دوی ته به معلومه شي، چې کومې رایې باوري او کومې بې اعتبار دي او له هغې وروسته به یې د باطلېدو په اړه پرېکړه وکړي.

کمېسیون وايي، دغه کار ی د هغه ۲۳۲۳ محلونو په برخه کې هم کړی، چې ستونزې په کې وې او له دغه شمېر محلونو څخه یې تر چاڼ وروسته د ۱۱۷۹ محلونو رایې باطلې اعلان کړې دي.

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني د تېرې پنشنبې په ورځ هم دغه څرګندونې وکړې او اوس کمېسیون په یوه اعلامیه کې بیا هم خپلې خبرې تکرار کړې او د رایو په بیا شمېر یې ټینګار کړی دی.

کمېسیون وایي، دوی د ټاکنو قانون، لوایحو او کړنلارو سره سم خپل کارونه پر مخ وړي او په دې برخه کې یې هچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکړې او نه یې هم ورکوي.

په اعلامیه کې ټولو خلکو، نوماندانو او انتخاباتي ټکټونو ته ډاډ ورکړل شوي، چې کمېسیون د قانون مطابق کار کوي او د خلکو هغه رښتینې رایې ورته د منلو دي، چې بایومتریکي بنسټ ولري.

اعلامیه کې یو ځل بیا له ټولو ښکېلو اړخونو په ځانګړي ډول له نوماندانو غوښتنه شوې، چې کمېسیون ته اجازه ورکړي تر څو په پاتې ۷ ولایتونو کې هم د بیا رای شمېرنې بهیر پیل او بشپړ کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دغه اعلامیه کې یو ځل بیا ډاډ ورکړي، چې که دوی ته په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړل شي، نو ژر تر ژره به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي