۰
د ټاکنو کمېسیون:

نهايي هڅه کوو، چې د ټاکنو پایلې د لړم په ۲۳ مه اعلان کړو

دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۵
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دوی تر وروستي بریده هڅه کوي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکل شوې نېټه (د لړم ۲۳مه) اعلان کړي.
نهايي هڅه کوو، چې د ټاکنو پایلې د لړم په ۲۳ مه اعلان کړو
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دوی تر وروستي بریده هڅه کوي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکل شوې نېټه (د لړم ۲۳مه) اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د یاد کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات ویلي، چې دا مهال د رایې ورکولو د څه باندې اتو زرو محلونو د رایو بیا شمېرنه او تفتیش پروسه روانه ده.

د هغه په وینا کله چې د رایو د بیا شمېر او تفتیش پروسه بشپړه او پای ته ورسيږي، نو د ټاکنو کمېسیون به د ټاکل شوې نېټې سره سم د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل، چې د رایو د بیا شمېر پروسه ودروي.

عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې د یوې غونډې پر مهال د ټاکنو کمېسیون په قانون ماتونې تورن کړ ویې ویل، که دوی خپل دغه کار ته دوام ورکړي، نو پایلې دوی ته د منلو نه دی، ځکه د دوی ناظرین هلته شتون نه لري.

هغه دا خبرداری هم ورکړ، چې د رایو د بیا شمېر د بهیر که دوهم وکړي، نو دوی په سوله ییزه اقداماتو لاس پورې کړي.

خو د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي، دغه پرېکړه د کمېسیون د رهبرۍ په اکثریت شوې او له ټولو کاندیدانو غواړي څو په دې بهیر کې له کمېسیون سره همکاري وکړي.

نوموړی وايي، کمېسیون تر وروستي بریده هڅه کوي، چې د رایو د بیا شمېر پروسې په بشپړېدو سره د ټاکنو پایلې د لړم به ۲۳ مه اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي