د افغان سولې په تړاو د مسکو په څلور اړخیزه ناسته کې د امریکا او طالبانو تر منځ ژر تر ژره د خبرو د پیلېدو او ښکېلو غاړو له خوا د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وشوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې په کور به توب به دغه څلور اړخیزه ناسته کې، د مسکو، واشنګټن، بېجنګ او اسلام آباد استازو ګډون درلود.
غونډه پرون جمعه د لړم ۳ مه د روسیې پلازمنه مسکو کې جوړه شوې وه او په کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او سولې خبرې وشوې.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د چین استازی ډنګ ژیان، د روسیې استازی ضمیر کابلوف او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد اعجاز د دې ناستې ګډونوال وو.
په ناسته کې د روسیې استازو له امریکا وغوښتل، چې له طالبانو سره ژر تر ژره خبرې بیا پیل کړي.
د غونډې په ګډه اعلامیه کې د جګړې پر ښکېلو خواو هم غږ شوی، چې تاوتریخوالی کم کړي او دغه راز یې ټینګار کړي، چې د بین الاافغاني خبرو لپاره هم باید د هېوادونو ګډې هڅې روانې وي.
دغه راز په اعلامیه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د اوربند تمه ښودل شوې او پر طالبانو او حکومت یې غږ کړي، چې د خپل منځي خبرو پیل کې د یو بل د پام وړ شمېر بندیان خوشي کړي.
دوی له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د القاعده، داعش او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو ته اجازه ور نه کړي چې له افغانستان د نورو هېوادونو امنیت وګواښي.
د دې ناستې ګډونوالو د افغانانو راتلونکو خپلمنځي خبرو د کوربتوب له امله د چین هرکلی وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل