۰
د امریکا دفاع وزیر:

موږ غوښتل بغدادي ژوندی ونیسو، خو ځانمرګی برید یې وکړ

دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۵
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي امریکايي ځواکونو غوښتل د داعش مشر ابوبکر البغدادي ژوندی ونیسي، خو په وینا یې ګمان کوي، هغه ځانمرګی برید وکړ.
موږ غوښتل بغدادي ژوندی ونیسو، خو ځانمرګی برید یې وکړ
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي امریکايي ځواکونو غوښتل د داعش مشر ابوبکر البغدادي ژوندی ونیسي، خو په وینا یې ګمان کوي، هغه ځانمرګی برید وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي ځواکونو پرون د داعش د مشر پر ضد ځانګړي عملیات وکړل، چې څو ساعته وروسته ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټ کې و ویل، ډېر ښه خبرونه په لاره دي.

تر دغه ټوېټ څو ساعته وروسته ټرمپ په رسمي ډول په یوه خبري ناسته کې تایید کړه، چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم د بغدادي د وژل کېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي، امریکايي ځواکونو غوښتل هغه ژوندی ونیسي.

مارک اسپر سي ان ان ته ویلي«امریکايي ځواکونه هڅه وکړه، چې بغدادي وهڅوي، چې ځان تسلیم کړي، خو هغه دا خبره ونه منله، هغه یو تونل ته ننوت او هڅه یې کوله چې ووځي، په همدې وخت کې یې په ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړې، زموږ په باور هغه په خپله ځان وواژه.»

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې دوه امریکايي سرتېري او یو سپی هم سطحي ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د بغدادي په اړه یې د شنبې په ورځ استخباراتي معلومات تر لاسه کړل او له هغې وروسته یې د عملیاتو چمتوالی ونیوه.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم ویلي، چې ولسمشر ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ هغه ټول وړاندیزونه ورازول، چې پوځي مشرانو ورته کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي