۰

ناټو: افغانان د ملي یووالي حکومت تکرار نه غواړي

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۸
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، افغانان بیا د ملي یووالي حکومت تکرار نه غواړي او د ټاکنو کمېسیون باید د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې په شفاف ټول اعلان کړي.
ناټو: افغانان د ملي یووالي حکومت تکرار نه غواړي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، افغانان بیا د ملي یووالي حکومت تکرار نه غواړي او د ټاکنو کمېسیون باید د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې په شفاف ټول اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیکولاس کي زیاته کړې، افغانان دا ځل نه غواړي، چې په ټاکنو کې د ۲۰۱۴ کال تجربې تکرار او یو څوک دې له بهره راشي او د افغانستان د ټاکنو مشکل په حل کې د مرسته وکړي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، دا ځل هېڅ افغان نه غواړي، چې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شي نو د ټاکنو کمېسیون باید د ټاکنو په پروسه کې د خلکو باور ساتلو لپاره د ټاکنو پایلې په شفاف ډول اعلان کړي.

دغه راز نیکولاس کي د سولې په اړه ویلي، یوازې بین الاافغاني خبرې کولی شي، چې د افغانستان روان کړکېچ حل کړي او جګړه پای ته ورسېږي.

نیکولاس کي دا هم ویلي، ناټو سازمان د سولې په مذاکراتو کې باید تېرې لاس ته راوړنې وساتل شي او د خلکو غوښتنې له پامه ونه غورځول شي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دغه سازمان د افغان ځواکونو روزنې او مرستې ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي