۰

استرالیا ۱۵ زره افغانانو ته وېزې ورکوي

شنبی ۲ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۳
د استرالیا حکومت اعلان کړی چې پنځلس زره افغانان به د څلورو کلونو په موده کې د بشري خواخوږۍ او کورنیو د ویزو د پروګرام له لارې ومني.
استرالیا ۱۵ زره افغانانو ته وېزې ورکوي
د استرالیا حکومت اعلان کړی چې پنځلس زره افغانان به د څلورو کلونو په موده کې د بشري خواخوږۍ او کورنیو د ویزو د پروګرام له لارې ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  لس زره کسانو ته به استرالیا ته د بشري دلایلو له وجې د مهاجرت  پروګرام له لارې او پنځه زره نورو ته په استرالیا کې د کورنۍ د غړو او خپلوانو له خوا د مالي تضمین له لارې ویزې ورکړل شي.

د استرالیا د مهاجرینو، تابعیت، د مهاجرت د خدمتونو او ګڼ کلتوري چارو وزیر الېکس هاک ویلي، استرالیا ته د افغانانو دمهاجرت په پروګرام کې دغه زیاتوالی په افغانستان کې د اوسني بشري وضعیت پر وړاندې د استرالیا د مسوولیت منلو ژمنه څرګندوي.

استرالیا د تیرکال په اګست میاشت کې د ۳۰۰۰ افغانانو د منلو اعلان کړی و.

هاک زیاته کړې استرالیا د تېرکال د اګست په میاشت کې د ۳۰۰۰ افغانانو د منلو لپاره چمتووالی ښودلی و چې دغه شمېره اوس ۱۵۰۰۰ زرو ته لوړه شوه.

هغه ویلي حکومت به د ویزو د پروسس په بهیر باندې نظارت کوي او ښايي په راتلونکو کلونو کې دغه شمیره نوره هم زیاته کړي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي