۰
دفاع وزارت:

د ولسي جرګې د غړو خبرې بې بنسټه دي،سرتېري نه دي محاصره

دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
ملي دفاع وزارت په فراه او فاریاب ولایت کې د افغان سرتېرو د کلابندۍ په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو خبرې بې بنسټه وبللې وايي، په دغه ولایتونو کې هېڅ یو سرتېری هم کلابند نه دی.
د ولسي جرګې د غړو خبرې بې بنسټه دي،سرتېري نه دي محاصره
ملي دفاع وزارت په فراه او فاریاب ولایت کې د افغان سرتېرو د کلابندۍ په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو خبرې بې بنسټه وبللې وايي، په دغه ولایتونو کې هېڅ یو سرتېری هم کلابند نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ولسي جرګې د نن دوشنبې لړم ۱۳ مې غونډې په امتیازي ساعت کې ځینو استازو و ویل، چې په فراه او فاریاب کې ۳۲۰ افغان سرتېري د طالبانو له خوا کلابند شوي.

په ولسي جرګه کې د فراه استازې مېرمن بلقیس و ویل، د یاد ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې کابو ۲۰۰ افغان سرتېري کلابند پاتې دي.

نوموړې زیاته کړه د یادو سرتېرو د خلاصون او کلابندۍ د ماتولو په خاطر یې په وار وار وړاندیزونه کړي، خو هېڅ اقدام نه دی شوی.
په ورته وخت جرګه کې د فاریاب استازې فوزیه روفي هم و ویل، چې د یاد ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې، ۱۲۰ سرتېري د وسله والو مخالفینو په کلابندۍ کې دي.

د هغې په وینا هلته بند سرتېري له بد حالت سره مخ دي او دغه راز وسله وال طالبان د خلکو له کورونو څخه ګټه اخلي او سرتېري یې محاصره کړي دي.

نوموړې وایي، د دې سرتېرو لپاره د هوایي ملاتړ پرته بله هېڅ د خلاصون لار نه ده پاتې او چارواکي په ځانګړې توګه دفاع وزارت باید بېړني اقدام وکړي.

خو د ملي دفاع وزارت چارواکو د سرتېرو د کلابندۍ په اړه د ولسي جرګې د دغه غړو خبرې کاملآ رد او بې بنسټه وبللې.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي جمهور خبري آژانس ته و ویل«د استازو خبرې کاملآ بې اساسه دي په فراه او فاریاب کې هېڅ یو سرتېری هم نه دی محاصره.»

نوموړي په فراه ولایت کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله زیاته یې کړه، چې د دغه ولایت په دوه ولسوالیو کې همدا اوس د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.

احمدزي ومنله چې په فاریاب ولایت کې بیا دښمن ډېر کم تحرکات لري، خو په وینا یې هلته د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره مرستندویه ځواکونه لېږل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي