۰

د ټاکنو کمېسیون د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل کړ

شنبی ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۹
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزه ټاکنو د ځینو محلونو د رایو بیا شمېر بهیر نن شنبې د لړم ۱۸ مه پیل کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل کړ
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزه ټاکنو د ځینو محلونو د رایو بیا شمېر بهیر نن شنبې د لړم ۱۸ مه پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کمېسیون پر خپله ویب پاڼه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، د رایو بیا شمېر او ارزونې بهیر لپاره د تخنیکي وسایلو بستې د ناظرین او څاروونکو پر وړاندې پیل کړ.

په دغه معلوماتو کې ویل شوي د کمېسیون مشرتابه له ناظرینونو او څاروونکو غواړي، چې پر ټاکلي وخت چې اعلان شوی دی، د نظار او څار لپاره حاضر شي.

د ټاکنو کمېسیون پر داسې مهال د ځینو محلونو د رایو د بیا شمېر بهیر پیلوي، چې تر دې وړاندې پر همدې موضوع د کمېسیون او د ځینو انتخاباتي ټیکټونو تر منځ لانجه وه.

کمېسیون له څو وروځو راهیسې غواړي، چې د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه پیل کړي، خو د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د حکمتیا په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټیمونه یې مخالفت کوي.

د دغه ستونزې د هواري لپاره د ټاکنو کمېسیون مشر تابه پرون هم د یادو ټکټونو له استازو سره ناسته درلوده خو بې پایلې پای ته ورسېده.

د ټاکنو د کمېسیون د مشرې حوا علم نورستاني په وینا دوی غواړي، د رایو بیا شمېره پیل کړي او غیر بایومتریک رایې تر تفتیش وروسته باطلې اعلان کړي، خو دغه دواړو ټيمونو یې په ګډه د دې کار مخالفت کړی دی.

نوموړې ویلي«د ۲۴۲۳ محلونو رایې، چې دوی پرې نیوکه لري، باید یو ځل بیا وشمېرل شي، که بایومتریک شوې وې موږ ریدر کود لرو، چې د هغې پر بنسټ پېژندل کېږي که نه وې بیا باطلې اعلانېږي، موږ په هر صورت کې صندوق ته مراجعه کوو، خو هغوی وایي، صندوق ته به مراجعه نه کوی او له همدې ځایه دا رایې باطلې اعلان کړی.»

مېرمن نورستاني وايي، چې د ثبات او همپالنې او دغه راز د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټکټونو په ګډ له کمېسیون سره مخالفت کړی دی.

د ټاکنو کمېسیون مشرې ټینګار وکړ، چې د رایو د بیا شمېر ځنډ، چې له وړاندې هم د ټاکنو کار پرې ځنډېدلی، افغانستان د بحران خوا ته بیايي.

هغې زیاته کړه، کمېسیون د رایو بیا ارزونه پیلوي او انتخاباتي ټکټونه کولی شي د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون ته مراجعه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي