۰

دفاع وزارت: د فاریاب قرمقل ولسوالي له طالبانو پاکه شوه

دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۰
ملي دفاع وزارت وايي، د فاریاب ولایت قرمقل ولسوالۍ په مکمله توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
دفاع وزارت: د فاریاب قرمقل ولسوالي له طالبانو پاکه شوه
ملي دفاع وزارت وايي، د فاریاب ولایت قرمقل ولسوالۍ په مکمله توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د لړم ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې د قرمقل ولسوالۍ د تصفیه کولو خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د فاریاب له اندخوی او قرغان ولسوالیو وروسته د قرمقل ولسوالي هم په مکمل ډول د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې ده.

سرچینه زیاتوي، د یادې ولسوالۍ په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې او یو شمېر پټنځایونه او د وسلو او مهماتو زېرمې یې له منځه وړل شوې دي.

دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونه به هېڅ وخت وسله والو ډلو او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان د خلکو ژوند تریخ کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي