۰

یوناما له ټاکنو کمېسیون د خپل استولي لیک ځواب غوښتی دی

پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۸
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما له ټاکنو کمېسیون غوښتي، چې د دوی ورلېږل شوي لیک ځواب ورکړي.
یوناما له ټاکنو کمېسیون د خپل استولي لیک ځواب غوښتی دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما له ټاکنو کمېسیون غوښتي، چې د دوی ورلېږل شوي لیک ځواب ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما وايي، دوی د ټاکنو کمېسیون ته یو لیک استولی او له کمېسیون څخه غواړي، چې دغه لیک وارزوي او خپلې موندنې په وخت له یوناما سره شریکې کړي.

په دغه اعلامیه کې چې پرون چهارشنبې د لړم ۲۲ مه پر شوې راغلي، چې دوی د نومبر په ۱۰ مه نېټه د ټاکنو کمېسیون ته یو لیک لېږلی دی.

اعلامیه وایي، په دې لیک کې د یوناما مشر د ټاکنو کمېسیون د یوه کمېشنر د ناسم چلند په اړه خبرې کړې او د کمېشنر دا چلند یې د افغانستان د ټاکنو د قانون خلاف کار بللی دی.

یوناما وایي د دغه لیک هدف یې د ټاکنو د کارونو د شفافیت او انتخاباتو د قانون ننګه او درناوی دي خو په دې یې اندېشنه ښودلې چې ولې دغه لیک رسنیو ته رسېدلي او ګواکي ځینو هڅه کړې، چې د دغه لیک هدف او محتوا غلته وښيي.

دغه لیک په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس په لاس کېږي چې په کې د ټاکنو یو کمېشنر مولانا عبدالله د ټاکنو د اطلاعاتو د مرکز مشر بشیر علي په مرګ ګواښلی او دهغه قوم او مذهب ته یې سپکاوی کړی.

خو مولانا عبدالله دا تورونه رد کړي دي او ویلي دي، دا د یوناما په ناستو کې د ځينو کسانو د غلطو معلوماتو نتیجه ده.

هغه په یوه ویډیو کې وايي«د ملګرو ملتونو استازي د کمېسیون د مشرې دفتر ته یو لیک استولی دی او ویلي یې دي چې ګني ما خدای مه کړه د چا مذهب، کورنۍ او یا ملیت ته سپکاوی کړی دی، زه دا خبره بیخي ردوم، دا درواغ دي.»

مولانا عبدالله ویلي که یوناما په دې اړه وضاحت ورنکړي، پر ضد به یې حقوقي دعوه وکړي، خو یوناما وايي دوی به د ټاکنیزو ادارو سره خپل بېطرفانه او مسلکي مشورو شریکول روان ساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي