۰

د مزارشریف- تاشکند د مستقیمو پروازونو هوکړه لاسلیک شوه

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۴
ملکي هوايي چلند اداره د مزارشریف- تاشکند او تاشکند- مزارشریف تر منځ د مستقیمو پروازونو د هوکړه د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.
د مزارشریف- تاشکند د مستقیمو پروازونو هوکړه لاسلیک شوه
ملکي هوايي چلند اداره د مزارشریف- تاشکند او تاشکند- مزارشریف تر منځ د مستقیمو پروازونو د هوکړه د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې له خوا نن سه شنبې د لړم ۲۸ مه خپره شوې خبرپاڼه کې وايي، دا هوکړه، د دې ادارې یو لوړ پوړي پلاوي بلخ ته د سفر پر مهال، افغانستان ته د ازبکستان د هوایي چلند ادارې له راغلي رییس الوغ بیک سره د لیدنې په ترڅ کې لاسلیک کړې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مزارشریف- تاشکند او تاشکند- مزارشریف تر منځ د مستقیمو پروازونو هوکړه لاسلیک کړه او دغه راز یې د کابل – تاشکند د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي